ټولنه

په کابل کې يو تن د بډې اخيستنې په تور ونيول شو

کابل/ باختردسلواغې دمياشتې ١٥نيټه :
د کورنيو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې ادارې يو تن د بډې اخيستنې په تور ونيوه .
د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: دغه کس له لسو تنو څخه د پوليسو په تحصيلي بنسټونو کې د شاملولو په بدل کې د٥٨٠ زره افغانيو بډو غوښتنه کړې وه چې د کورنيو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې د پوليسو له خوا له پېژندلو وروسته د کابل ښار له پنځمې ناحيې څخه ونيول شو. 
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته