په کابل کې هغه کور چې مقناطیسي ماینونه پکې ساتل کېدل، کشف شو

۸- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې هغه کور چې مقناطسي ماینونه پکې ساتل کېدل، کشف کړ.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار په امنیتي غونډه کې وویل: د کابل پولیسو د دغه ښار په اتمه ناحیه کې په وسله والو طالبانو پورې اړوند یو خوندي کور چې مقناطیسي ماینونه پکې ساتل کېدل، کشف کړ.
ویل کېږي د پېښې په تړاو څلور تنه له چاودېدونکو توکو او مقناطیسي ماینونو سره نیول شوي ډي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې په تېرو دوو میاشتو کې ځانمرګي بریدونه او د مقناطیسي ماینونو چاودنې زیاتې شوې دي.
نن سهار هم د کابل ښار په اتمې ناحیې پورې اړوند مارکېټ ساحه کې یو پوځي منسوب په چاودنه کې ټپي شو.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته