په کابل کې غلو يو ځوان وواژه
– کابل / دغبرګولي ١ / باختر:
وسله والوغلو تېره شپه يو ځوان د کابل ښار د ١٦ ناحيې د زاړه مکروريان په سيمه کې وواژه.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامز د باخترآژانس خبريال ته وويل: وسله والو غلو تېره شپه د مسعود په نامه يو ځوانان د ١٦مي ناحيې د زاړه مکروريان په سيمه کې وواژه او له سيمې څخه وتښتېدل.
فرامرز وويل؛ دا يوه جنايي پېښه ده او قضيه د پوليسو ترکشف لاندې ده او هلې ځلې کېږي چې د دغې وژنې عاملان وپېژندل شي او ونيول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په يوه اوونۍ مخکې هم د روهين او بصير په نومونو
دوه ځوانان د کابل ښار د لومړۍ او ١١ حوزې په مربوطاتو کې د وسله والو غلو له لوري ووژل شول.
پاى \ ذ