کابل، د مرغومي ۵مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، نن په کابل ښار کې شاوخوا ۱۵ زره کارټنه تاریخ تېر درمل له منځه یوړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو او صحي محصولاتو معین رحمت الله روفي، وايي چې دغه اداره غواړي د خپلو فعالیتونو په دوام، نن په کابل ښار کې شاوخوا ۱۵ زره کارټنه تاریخ تېر درمل چې د درمليزو خدماتو اتحاديې په همکارۍ راټول کړای شوي دي؛ هدر کړي.
هغه له ټولو سوداګرو، تولیدي فابریکو او د وارداتي شرکتونو اتحایې له مسئولینو څخه وغوښتل چې هېواد ته با کیفیته درمل او خواړه وارد کړي؛ د خپلې ټولنې روغتیا په پام کې ونیسي او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
په همدې حال کې، د درمليزو خدماتو اتحاديې مشر اسدالله کاکړ، په خپلو خبرو کې د تاریخ تېر درملو د راټولو په کمپاین کې د خوړو او درملو له ملي ادارې سره د دغې اتحادیې د زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او پر سوداګرو یې غږ وکړ چې په دې لاره کې، له یادې ادارې سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې یاد درمل د تېرو شپږو مياشتو په بهير کې، پلازمېنې کابل کې له درمليزو تاسيساتو څخه راټول کړای شوي وو.
تر دې وړاندې هم د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له خوا ۶۰۰ ټنه تاریخ تېر درمل او بې کیفیته خوراکي توکي لمنځه وړل شوي وو او دغه بهیر د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دوام لري.