سیاستخبرونهTOPټولنه

په کابل کې د ۱۱ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو غیرقانوني فعالیتونه درول شوي

کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیت په کتنې سره د ۱۱ دفترونو فعالیت چې خیریه بنسټونه، اتحادیې او شوراګانې په کې شاملې دي بند کړي دي.

عدلیې وزارت ویلي چې د جمعیتونو او د ټولنیزو ټولنو د چارو ریاست د څارنې پلاوي د یادې مودې په ترڅ کې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه ۳۲ اتحادیې او خیریه بنسټونه، څارنې او بررسۍ لاندې ونیول چې د فعالیت جواز نه درلودلو او یا د جواز د مودې پای ته رسېدو په دلیل د ۲ اتحادیو، ۸ خیریه بنسټونو او د یوې شورا د فعالیت مخنیوی وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته