خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې د یو سړک د بیا رغولو چارې پيل شوې

 کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر

په کابل ښار کې له شاه دو شمشېره جومات څخه تر پل باغ عمومي پورې غځېدلي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې.

دغه سړک د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له بودجې رغول کېږي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د موټر چلوونکو زیاتې ستونزې آوارې شي.

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي هغه سړکونه چې د بیارغونې وړ وي، یو پر بل پسې به له تخنیکي او فني سروې وروسته په معیاري توګه جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ویجاړ شویو سړکونو د بیا رغونې چارې پیل کړې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته