خبرونهامنیت

په کابل کې د یو جعل کار په ګډون ۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول

 کابل ، د غبرګولی ۲۳ مه ، باختر

د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې آمر ملا صدیق الله منصور حقاني وايي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دې حوزې په اړوندو کې د یوه جعل کار په ګډون۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

حقاني زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې یو تن مهاجر نوميږي چې له خلکو څخه به يې په دې نوم پیسې اخیستې چې ګواکې د دوبۍ او نورو هېوادنو ویزې به ورته لګوي.

سرچینه وايي چې امنیتي ځواکونه له تېرو دریو میاشتو راهیسې د نوموړي په لټه کې و، چې بلاخره ونیول شو.

د لومړۍ امنیتي حوزې آمر وویل چې هغه دوه تنه هم نیول شوي، چې د امنیتي ځواکونو پرچګ پواینټ يې ډزې کړې وي.

په همدې حال کې نوموړي د هغو دریو کسانو د نیولو خبر هم ورکړ چې په ښار کې به یې له خلکو موبایلونه غلا کول.

هېره دې نه وي چې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د ډاډمن امنیت د خوندي کولو په موخه اوسمهال د ۱۰۰ وړیا ټلیفوني شمېره هم فعاله کړې ده.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته