خبرونهامنیت

په کابل کې د ګازو ټانکر د چاودنې له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل، غبرګولي۳مه، باختر

امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار په پلازمېنه کابل کې د ګازو د ټانکر د چاودیدو له کبله دوه کسان مړه شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي پېښه د اتلسمې حوزې اړوند د نقاش په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې سیمې ته پر وخت د اور وژنې ډله او امنیتي ځواکونه رسېدلې او اور یې مړ کړی دی. په خبره یې، د پیښې د څرنګوالي په اړه څیړنې پیل شوې دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته