کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
د ملي پوليسو د ځانګړو قطعاتو ځواکونو نن سهار دوه کسان له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور د کابل ښار د١٢ ناحيې په مربوطاتو کې ونيول .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باخترآژانس ته وويل، په نيول شويو کسانو تور لګول شوي چې د وسله والو طالبانو په لارښوونه يې په کابل ښارکې تروريستي فعاليتونه ترسره کول.
د يوبل خبرله مخې، پوليسو نن سهار يو ريموټ کنترول ماين چې د جامو په يوه بکس کې د کابل د شکردرې ولسوالۍ د چشمه دوغ په سيمه کې واټ ته څېرمه ايښودل شوى و، کشف اوشنډ کړ.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ