په کابل کې د چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٢
د کابل ښار د پوليسو د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت د ويندوى مرستيال ډاکتر نجيب الله دانش د باختر آژانس خبريال ته وويل:
نن سهار په اوو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو د يو مقناطيسي ماين د چاودنې له امله چې په يو کرولا موټر کې لګول شوى و او د کابل ښار د پوليسو د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې درول شوى و؛ دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته