خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د یوولسمې ناحیې د ۲۰م ګذر اړوند په ۳۱۵ سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

او د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې اوسېدونکو او مشرانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سړک د ګټې اخیستنې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل د دغې پروژې په بشپړېدو سره د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته سیمه ییزې ستونزې هوارې شوې او په راتلونکي کې به هم ورته نورې پروژې طرحه او پلې شي.

ناصري زیاته کړه، دغه فرعي سړک چې ۴۷۵ متره اوږدوالی او ۷.۴ متره سور لري، د لښتیو په ګډون د ۱۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په  ۱۰۰ کاري ورځو کې په معیاري توګه جوړ شوی ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته