په کابل کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول .
کابل باختر د وري پنځلسمه :
د کابل د پل محمود خان پله ته څېرمه د يوې چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول .
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش د باختر اژانس خبريال ته وويل چې چاودنه د ملي بس په څلور لارې کې د يوې ستنې تر څېرمه د چاوديدونکو توکو دځاى پرځاى کيدو زيږنده وه .
عيني شاهدان وايي دغه چاودنه په يوه پوځي موټر کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله شوې ده. ختم_ سعيده _ اکرم