خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د ۱۱مې ناحیې اړوند ۲۷م ګذر د خیرخانې مېنې په سیمه کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د دغه سړک د ګټې اخیستې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل چې د کابل ښاروالۍ پروژې د متوازنې پراختیا او له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته د پاملرنې په اساس ډیزاین او پلې کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه فرعي سړک ۷۲۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د ۱۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په دوو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

یاده دې وي چې پرون هم د دغه ښار د یوولسمې ناحیې د ۲۰م ګذر اړوند په ۳۱۵ سیمه کې د ۱۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت دې ته ورته یو فرعي سړک ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته