سیاستخبرونهTOP

په کابل کې د ناروې شارژدافير: په نړۍ کې له روان کړکېچ سره سره افغانستان له نړۍ څخه نه دی هېر شوی

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې له سرپرست سفير پال کلومان بکر سره وکتل.
د ناروې شارژدافیر په دغه کتنه کې وویل چې هېواد يې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او په دغه هېواد کې د امنیت د ټینګښت، اقتصادي پیاوړتیا د افغانیو د ثبات ساتلو، بیارغونې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې پر شته پرمختګونو خوښ او ملاتړ يې کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ناروې له افغانستان سره د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۹۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي او له افغان کډوالو سره، چې په جبر بېرته افغانستان ته استول شوي ۷ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د ناروې سرپرست سفير همدارنګه وويل چې په نړۍ کې پر روان کړکېچ سربېره افغانستان له نړۍ څخه نه دی هېر شوی او د فبروري پر ۱۸ نېټه به په دوحه کې د افغانستان په تړاو نړیواله غونډه ترسره شي.
بکر د نجونو لپاره د زده کړو او کار زمینې برابرولو غوښتنه هم وکړه.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ناروې د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون له نړۍ په ځانګړي ډول ګاونډيو سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي او له افغانستان سره د ناروې حسنه اړيکې يې ښه بېلګه وبلله.
سياسي مرستيال همدارنګه وویل چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټينګ دی، هیچاته اجازه نشته د چا پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي او له افغانستانه چاته ګواښ پېښ کړي.
هغه ټينګار وکړ، چې ټي ټي پي په افغانستان کې ځای نه لري او داعش د بشر د دښمن په توګه ځپل شوی دی.
نوموړي له ناروې او نورو اروپايي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانېزي او فعالیت ته دوام ورکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د دوحې په راتلونکې ناسته کې اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړل شوې او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی او په دې اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په هدایت ځانګړې کمېټه کار کوي، چې تعلیم ته زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته