په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې

کابل باختر دوري دمياشتې ٦ نيټه :
د سوک وهنې سيالۍ د دغې برخې د ډيرې  غوره څېرې دپيژندلو په خاطر دکابل ولايت په کچه پيل شوې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ د کابل ښارد ځوانانو اولويانود سوک  وهنې د سياليو لسم  پړاو د بدني روزنې اوسپورت په  رياست کې پيل شو.
په دغو سياليو کې دکابل ښار، بګراميو ، پغمان  اوکوهدامن ولسواليو   له پنځو زونونو څخه ٢٧٢ تنو  ورزشکارانو  ګډون کړى چې په لسو وزنې کټګوريو کې  په کابل کې  د منتخب ټيم  دغړيتوب دترلاسه کولو په خاطر  لوبه وکړي.
ديادونې وړ ده چې دغه سيالۍ څلور ورځې دوام کوي اوپه پاى کې  له هرې وزني کټګورۍ څخه څلور تنه او په مجموع کې څلويښت  تنه  دکابل منتخب ټيم ته  انتخابيږي  څو د ملي ټيم د اتلوالۍ په سياليو کې ګډون وکړي.پاى عطاالله ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته