په کابل کې د سلطان محمود غزنوي سړک د پراختيا کار پيل شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د وسله وال پوځ له څلورلارې (لب جر) څخه تر سرای شمال څلورلارې پورې د سلطان محمود غزنوي سړک د جوړولو او پراختيا کار پيل شو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د دغې پروژې د کار د پرانيستلو په وخت کې وويل: دغه پروژه د کابل په شمال کې د سړک جوړولو له مهمو پروژو څخه ده چې د ٢٠۵٢مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور جوړېږي چې پکې د ويالو، پليولارو، د بايسکل ځغلونې کرښې د جوړولو او د سړک د روښانه کولو برخې په پام کې نيول شوې دي.
د دغې پروژې د جوړولو کار به يو کال او اته مياشتې وخت ونيسي او لګښت يې ١۵٧ میليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې د کابل ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه به ورکړل شي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته