په کابل کې د دولتي مسلخونو د وېش پنځمه څانګه پرانیستل شوه
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د خصوصي سکتور په پانګونې سره باکیفیته او روغتیايي غوښې ته د کابل د اوسېدونکو د لاس رسۍ په پار د دغه ښار په شهید څلور لاره کې د دولتي مسلخونو پنځمه څانګه پرانیستل شوه.
د دغې څانګې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس ملا حسین احمد خورشید د دغې څانګې د پرانیستې په پروګرام کې د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې د مسلخونو د فعالیتونو پر اهمیت خبرې وکړې او ويي ویل چې دا څانګه د کابل اوسېدونکو ته د باکیفیته او معیاري روغتیايي غوښې په برابرولو کې خورا اغېزمن او مهم دي.
نوموړي زیاته کړه: «زموږ هېوادوال د بې کیفیته غوښې خوړلو له امله له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کېږي او له دې وروسته به په دې برخه کې د کابل ښاریانو ستونزې هوارې شي.»
هغه دغه راز د هېواد له نورو پانګوالو غوښتنه وکړه، چې په کابل او نورو ولایتونو کې د معیاري مسلخونو په جوړولو پانګونه وکړي.