خبرونهاقتصادټولنهTOP

په کابل کې د “خصوصي سکټور – ننګونې او فرصتونه” تر عنوان لاندې خبرې اترې ترسره شوې

کابل، د چنګاښ ۴مه، باختر

د حرکت ادارې نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت، خصوصي سکتور او يو شمېر علمي او تحقیقاتي بنسټونو په همکارۍ، په کابل کې د “خصوصي سکتور – ننګونې او فرصتونه” تر سرلیک لاندې خبرې اترې ترسره کړې.

په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې پر وړاندې د کليدي ننګونو پېژندنه او د غوره لارو چارو او تجربو څېړل، د دغو خبرو اترو اساسي موخې ویل شوې دي. 

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د دغو خبرو اترو د جوړولو لپاره، د حرکت ادارې د دغه نوښت قدرداني وکره او ويې ويل: هڅې به وکړو چې د دغو خبرو اترو پايلې د افغانستان اسلامي امارت په اقتصادي پالیسیو کې په پام کې ونیسو.”

عزيزي زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د «اقتصاد محوره» پاليسۍ په لرلو سره؛ د خصوصي سکټور ملاتړ د خپلو برنامو په لومړیتوب کې ځای ورکړی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم دغه سکټور ته د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه یو لړ اصلاحي پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

هغه له نړيوالې ټولنې او بشري مرستندویو بنسټونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د پرمختګ او ځان بسياينې په خاطر دې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب د فعالولو، د خصوصي سکټور د مالي او بانکي ستونزو د هوارولو او ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي او د خصوصي سکټور شتمنۍ آزادې کړي، بشري مرستې په اساسي برخو کې ولګوي، نيمګړې پروژې دې بشپړې کړي او د سوداګرو د ويزو ستونزې ته دې رسيدګي وکړي.

همدا رنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستيال محمد يونس مهمند، له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت او ملي او بین المللي بنسټونو د ملاتړ په خاطر د مننې ترڅنګ، له هغو څخه غوښتنه وکړه چې د کاري فرصتونو برابرولو، د خصوصي سکتور د مالي او بانکي او همدا رنګه د ویزو ستونزو په هوارولو او د نندارتونونو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.

همدا رنګه، په بشري او پرمختیايي چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا رتوات، د خصوصي سکتور پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې خصوصي سکتور د افغانستان د اقتصاد په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي او د کولای شي په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

 هغه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د ملګرو ملتو سازمان د افغانستان له خصوصي سکتور څخه خپل ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي او هڅې به وکړي چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان تولیداتو او محصولاتو ته بازار پیدا کړي.

د یادونې وړ ده چې د “خصوصي سکتور – ننګونې او فرصتونه” خبرو اترو کې، ګډونوالو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره عملي سپارښتنې وکړې او د کاري فرصتونو د برابرولو او پیاوړتیا، مارکېټونو ته د لاسرسي، د کوچنیو مالي پورونو د تامینولو او په هېواد کې د خصوصي بانکوالۍ د ودې او پراختیا په اړه خپلې نظریې او وړاندېزونه شریک کړل؛ ترڅو د فقر د کمښت او د افغانانو د اقتصادي توان د پیاوړتیا سبب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته