امنیت

په کابل کې د تيرې شپې په ځانمرګى بريدکې١٦تنه ووژل شول او د پيسو د وجهي صندوق استازى هم د دغې پيښې په قربانيانوکې شامل دى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨:
دکابل د پوليسو مقاماتو ويلي دي: د هغو دريو تنو يرغلګرو په ځانمرګي بريدکې چې تېره شپه دکابل ښار د وزير محمداکبرخان په ساحه کې وشو؛ شپاړلس تنه ووژل شول چې يو شمېر يې بهرني اتباع وو.
باخترآژانس دکابل ولايت د امنيه قوماندان جنرال محمدظاهرله خولې خبر راکړ چې په دې پيښه کې شپاړلس تنه وژل شوي او شپږتنه نور ټپيان شوي دي.
ددغې پيښې زياتره قربانيان افغانان دي، خو يوشمېر بهرني اتباع هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي.
ده وويل چې همدا اوس پوليس تحقيق کوي چې د يرغلګرو هويت تثبيت کړي او وکولاى شي د دغې پيښې د طراحانوکړۍ وپيژني.
دکابل ښار د وزير محمداکبرخان په ساحه کې لبنانيانو د رستورانټ په وړاندې  پيښه تېره شپه هغه وخت وشوه چې يوه ناپيژندل شوي سړي په چاوديدونکو توکو ډک واسکټ د دغه رستورانټ دروازې ته څېرمه وچاوه او رستورانټ ته د دوو تنو نورو ځانمرګو يرغلګرو د ننوتلو لپاره يې زمينه برابره کړه.
ويل شوي دي، امنيتي ځواکونه د رستورانټ ساتوونکي او يوشمېر بهرني اتباع  چې وسله وال وو؛ تر دوه نيمو ساعتو پورې له يرغلګرو سره وجنګيدل اوپه پاى کې يې هغوى وځپل.
د ملګرو د سازمان د نمايندګۍ دفتر تائيدکړې ده چې په دې پيښه کې د دغې نمايندګۍ څلور تنه مامورين وژل شوي دي، خو دغه دفتر د دغو څلورو تنو هويت او مليت نه دى په ډاګه کړى.
دغه راز بهرنيوخبرځايونو تائيد کړې ده چې په افغانستان کې د پيسو د وجهي صندوق استازى هم په وژل شويو کسانوکې شامل دى.
يو بريټانوي تبعه او يو لبناني تبعه په وژل شويوکسانوکې شامل دي، خو د امريکا د بهرنيوچارو وزارت ويندوى اعلام  کړى دى چې په کابل ښارکې د تيرې شپې په پيښه کې امريکايي اتباع په دغه رستورانټ کې نه وو.
سره له دې چې په کابل کې امنيتي مقامات د دغې پيښې په کنترولولوکې د خوځښت خبرې کوي؛ يوشمېرهيوادوال په کشفي او استخباراتي ځواکونو نيوکې کوي چې ولې ددغه شان پيښو په کشفولوکې پاتې راغلي دي.
د تيرې اوونۍ په بهيرکې دا په کابل کې دويمه  ځانمرګي پيښه ده .
د روانې اوونۍ په لومړيو وختوکې يوه موټر سايکل سپاره خپل چاوديدونکي توکي په کابل کې د پوليسو د روزنيز مرکز د مامورينو له يوموټر سره ټکر کړ.
په دې پيښه کې د دوو تنو پوليسانو په ګډون يوشمېرملکي وګړي شهيدان او يوشمېر نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته