امنیت

په کابل کې د تروريستي بريدونو له امله ٢٥ تنه ووژل شول

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
د هغو دوو ځانمرګو بريدونو له امله چې  نن په کابل ښار کې ترسره شول  ٢٥ تنه  ووژل شول   چې په وژل شويو کې کسانو کې د رسنيو يوشمېرکارکوونکي هم  شامل دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛  لومړى بريد  نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې دکابل ښار په شش درک سيمه کې د يو تن له خوا چې په موټر سايکل سپور و ترسره شو.
دويمه  چاودنه  له لومړي بريد څخه  څو شيبې وروسته  د يوتن له خوا د هغو خبريالانو په منځ کې  وشو چې د لومړۍ پېښې د څرنګوالي په باب د رپوټ  په برابرولو  بوخت وو .
د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي  د باخترآژانس  له خبريال سره  په اړيکه کې تايېد کړه  چې؛ په دغو دوو پېښو کې  د رسنيو د شپږ وتنو کارکوونکو په ګډون ٢٥ تنه ووژل شول.
د ستانکزي د څرګندونوله مخې ؛  په دغو بريدونو کې ٤٥ تنه نور ټپيان شول  چې په ټپيانو او قربانيانو کې ښځې ، ماشومان  او د رسنيو کارکوونکي شامل دي.
سرچينه زياتوي   چې؛ د يوشمېر  ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى او دتلفاتو د زياتوالي امکان شته .
يو امنيتي خبرځاى  وايي  چې؛ دويم ځانمرګي بريدکوونکي چاوديدونکي توکي په يوه کامره کې ځاى پرځاى  کړي و  او د خبريالانو ترمنځ وچاوديد.
دا ښيي چې تروريستي ډلې په رسنيو بريد له پخوا څخه طرحه کړى و.
دغه پېښې د خلکو  د غبرګونونو سبب شوي دي او خلک له حکومت څخه غواړي چې د عامو خلکو امنيت خوندي کړي.
ننني بريدونه   ټيک هغه وخت رامنځته  کېږي چې طالبانو خپل پسرلني عمليات پيل کړي دي او ټينګار کوي چې  له خپل سرو عملياتو څخه  ډډه کوي او د خلکو د سر او مال ساتوونکي دي خو نننيو پيښو وښودله  چې طالبان دخلکو په وړاندې ژمن نه دي  .
بايد وويل شي  چې له لسو ورځو څخه په لږه  موده کې  دا په کابل کې  دريم ځانمرګى بريد دى، تېره  اوونۍ هم يوه ځانمرګي د کابل ښار په شپږمه ناحيه کې د پېژندپاڼو د وېشلو په يوه مرکز بريد وکړ چې پکې  دېرش تنه  ووژل شول او مسووليت يې داعش ډلې په غاړه واخېست.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته