کابل باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه :
يو ديرش کلن سړى او د يوه اووه کلنه نجلۍ په کابل کې د دوو ترافيکي پيښو له امله ووژل شول.
د کابل د ترافيکو د پيښو آمر سمونيار عبدالشکور صافي باختر آژانس ته وويل: يو کرولا موټر چې له قره باغ ولسوالۍ څخه د کابل ښار په لور روان و، د نجيب زاده مارکيټ په ساحه کې له سړک څخه ووت او له يوه ديرش کلن سړي سره يې ټکر وکړ چې دغه سړى روغتون ته د ليږدونې په وخت کې مړ شو.
ده زياته کړه: مړى خپلوانو ته يې سپارل شوى او موټر چلوونکى نيول شوى دى.
په يوه بله ترافيکي پيښه کې چې هغه هم د کابل د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه؛ يوه کرولا موټر د دغې ولسوالۍ د سبز سنګ په ساحه کې له يوې اووه کلنې نجلۍ سره ټکر وکړ چې نجلۍ ځاى پرځاى ووژله شوه او مړى يې خپلوانو ته سپارل شوى دى او چلوونکى نيول شوى دى.
پاى جذ
0 1 دقیقه لوستل