کابل باختر دجوزاد مياشتې ٦ :
په کابل کې دبريټانيا سفير ريچارد استګ نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له
مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى په کابل کې د بريټانيا سفير دجمهوري رياست دلومړى پړاو
د انتخاباتو د ترسره کيدوله امله د افغانستان دولت او ملت ته مبارکي وويله اوهيله يې وکړه چې دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخابات له لومړى پړاو څخه په زيات تياري او تدبيرونو سره ترسره شي .
ده په انتخاباتوکې دخلکو پراخ ګډون د دولت وسله والومخالفينو ته څرګند ځواب
وباله .
په کابل کې د بريټانيا سفير د دواړوهېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو په لازيات ټينګښت باندې د ټينګار په ترڅ کې د افغانستان د خلکو او دولت سره د نړيوالې ټولنې په تېره بيا د ده د متبوع هېواد د همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ.
وروسته دجمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي په څه دپاسه يوه لسيزه کې د افغانستان له خلکوسره د بريټانيا د دولت او خلکو د همکارۍ له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د بريټانيا هيواد يې د افغانستان لپاره له اغيزمنو نړيوالو همکارانو څخه وباله او په بېلابېلو برخوکې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
دجمهور رييس مرستيال د جمهوري رياست د لومړى پړاو انتخاباتو ترسره کولو ته په اشارې سره په انتخاباتوکې د خلکو پراخ ګډون وستايه او څرګنده يې کړه چې د انتخاباتو لومړى پړاو په ښه مديريت سره ترسره شو او د دغه بهير د امنيت په تامينولوکې د هېواد د امنيتي ځواکونو رول د ستاينې وړ و.
د جمهور رييس مرستيال دغه راز ټينګار وکړ چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخابات په امنيت اوشفافيت سره ترسره شي او د افغانستان خلک به له لومړى پړاوڅخه په پراخه توګه د رايو ورکولوصندوقونوته لاړشي.
0 1 دقیقه لوستل