کابل کې د کمپل جوړولو یوه فابریکه پرانیستل شوه

کابل، د لړم ۲۷مه، باختر

د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند له لوري، نن د کابل ښار په پلچرخي صنعتي پارک کې د بخت کمپل جوړولو فابریکه پرانیستل شوه.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د خصوصي سکټور استازو هم ګډون کړی و؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې په هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګېدو او د فساد کچې په راټیټېدو سره؛ اوسمهال د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. 

د ملا برادر آخوند په خبره، اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو په پلي کولو سره، د داخلي صنایعو ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي.

هغه زیاته کړې چې د کورنیو صنایعو د ملاتړ په موخه یادې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د ۱۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي چې د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي. 

Pps202411178 1

د هغه په وینا، په دې فابریکه کې د هېواد له خامو موادو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي. 

ملا عبدالغني برادر آخوند ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د پانګونې کچې په زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي. 

Pps202411178 2

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال پر سوداګرو او پانګه والو غږ کړی چې د خپل هېواد د آبادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا په موخه، افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ټولې آسانتیاوې ورته برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې، د یادې فابریکې مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره، هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د بخت کمپلو جوړولو په فابریکه کې شاوخوا ۹۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده چې په ورځني ډول د ۱۰۰۰ او په راتلونکي کې د ۵۰۰۰ کمپلو د تولید وړتیا لري او اوسمهال یې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته