په کابل کې د ايټاليا سفارت د ښځو د ځواکمني کولو لپاره ژمن دى
کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
ايټاليا د ښځو د ځواکمني کولو په برخه کې د ښځو چارو له وزارت سره همکاري کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د ښځو چارو وزارت د اقتصادي ځواکمنتيا د چارو معينې نذيرې رحماني نن په کابل کې د ايټاليا سفارت له استازي سره په کتنه کې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي ځواکمني کولو او په دې برخه کې د ايټاليا د مرستو په اړوند خبرې وکړې
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د کورنيو توليداتو د ودې له لارې د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ځواکمني کولو لپاره د ګډو همکاريو په اړوند بحث وکړ.
د اقتصادي ځواکمني کولو چارو معينې څرګنده کړه: د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت او د ښځو د اقتصادي ودې په خاطر اړتيا ده چې د هغو د اقتصادي ودې لپاره پروګرامونه جوړ شي.
د ايټاليا سفارت استازي له ښځو چارو وزارت سره د همکاريو د دوام په ژمنې سره وويل: د ايټاليا سفارت د افغان ښځو لپاره په کابل، بدخشان، بغلان، هرات، باميانو او غور کې د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې ده او دغه همکاري زياتوي.
ختم-ج-ا