ټولنه

په کابل کې د اور لګيدنې په يوه پيښه کې د تيلو درې ټانکرونه ويجاړ شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣٠  :
د کابل د ارغندې چوک په قلعه حيدرخان کې د اور لګيدنې په يوه پيښه کې زيات مالي تاوان واوښت .
د باختر آژانس دخبرله مخې : 
دغه پيښه نن سهار په اتو بجو او شلو دقيقو رامنځته شوه.
د کابل د اور وژنې د پوليسو يو مسوول سمونوال اورنګ زيب وايي چې په دې پيښه کې د تيلو درې ټانکرونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي  .
ده زياته کړه: ددغې پيښې څرنګوالى تر اوسه پورې نه دى روښانه شوى او په دې اړوند د پوليسو تحقيقات او پلټنې پيل شوې دي.
د سمونوال اورنګ زيب د څرګندونوله مخې:  له يو ساعته مجادلې وروسته ووژل شو او د څو ټانکرونو د سوځيدو مخه ونيوله شوه.
ده زياته کړه  چې د اور وژنې پوليسو له ترافيکي ګڼې ګوڼې سره سره وکولاى شول  په خپل وخت ساحې ته ورسيږي او اور ووژني .
د کورنيو چارو وزارت د اور وژنې رئيس جنرال محمدايوب اميري وايي: په هغه سراى کې اور لګيدلى دى؛ پټرول ساتل کيدل .
ده د تجارتي سرايونو د خاوندانو او د هېوادوالو نه پاملرنه په کابل کې د اور لګيدنې د پيښو د رامنځته کيدو عامل وباله .
وړمه ورځ هم کابل د لرګيو د پلورنې په يوه مارکيټ کې د اور لګيدنې ديوې پيښې ډګر و چې مالي تاوانونه يې واړول .
مخکې له دې د کابل ښار د ميرويس ميدان په ساحه کې  په يوه تجارتي مارکيټ کې د ورته پيښې له امله دغه مارکيټ په بشپړه توګه وسوځيد.
په کابل کې د اورلګيدنې د پيښو له زياتوالي سره سره د اور وژنې د موظفينو کاري ظرفيت او تحرک اوسنيو شرايطو او اړتياوو ته  ځواب نه وايي.
هېوادوال له حکومتي چارواکوڅخه غواړي چې د اور وژنې د پوليسو د ظرفيت د لوړولو او هغوى ته د کاري آسانتياوو د برابرولو په برخه کې اقدام وکړي او په دې ترتيب د اورلګيدنې په پيښوکې د خلکو سر او مال خوندي وساتي.
له بلې خوا هم د هېوادوالو مسووليت دى چې د اور لګيدنې د پيښو په وخت کې دې د اور وژنې له کارکوونکو سره همکاري وکړي چې وسايط يې په ډير لنډ ممکن وخت کې د پيښې ځاى ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته