ټولنه

په کابل کې د اورلګيدنې له امله زيات مالي زيان رامنځته شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
په کابل  کې د اورلګيدنې له يوې  پيښې وروسته چې مالي زيان يې رامنځته کړ د اور وژنې پوليسو له کابل ښاريانو څخه غوښتې دى چې دژمى په موسم کې دسون توکو او بريښناڅخه  داستفادې په وخت کې احتياط وکړي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي  دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
تيره شپه  په نهو بجو او ديرشو دقيقو دقواى  مرکز په ساحه کې په يوه  دوکان کې چې دوسايطو پرزې او روغنيات پکې پلورل کيدل اور ولګيد چې دکابل دامنيې قوماندانۍ د اور وژنې ټيم له پيښې څوشيبې وروسته دپيښې سيمې ته  ورسيد او نورو سيمو ته  يې د اورپراختيا مخه ونيوله.
په دې اورلګيدنه  کې يو دوکان سوځيدلى دى  چې مالي زيان يې رامنځته  کړى دي .
د  کابل  ولايت دامنيې قوماندانۍ  د او وژنې مديريت منسوبينو له ټولو کابل ښاريانو څخه غوښتنه کوي چې د ګازو  د زاړه  بالونونو ، دبريښنا له زړو مزو څخه استفاده چې د شارټي سبب کيږي  په کلکه مخه ونيسي چې هم خپل  ځان  او هم خپل مالونه خوندي وساتي او د اړتيا په صورت کې دکابل دپوليسو له سل عاجلې شميرې  اويا د کابل د  او   روژنې له    ٠٢٢٠١٠١٣٣     او     ٠٢٠٢١٠٤٠٠٧ ټيلفونونو  سره دې اړيکه   ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته