کابل، د وږي ٢٢مه، باختر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزیر ملا محمد یونس اخندزاده له لوري د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په تبه خان او فقیر آباد کلیو کې د ۵۱۸ زره ۷۱۸ امریکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د یوه شبکه او د اوبو تصفیه خانه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ملا محمد یونس اخندزاده ویلي، تل هڅه کوي چې د خپلو شته امکاناتو له مخې په بېلابېلو برخو کې کلیوالو ته خدمت وکړي.
نوموړي دغه راز پر موسسو غږ کړی، چې په ټولګټو او سالمو پروژو باندي کار وکړي.
په یاده شبکه کې د (۸۰، ۱۳۰ او۸۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو دریو زېرمو جوړول، د ۱۲۹۲۶ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۱۸ لمریزو تختو نصبول او ۵۲۶ نل لیکو نښلول شامل دي، چې پرمټ یې ۱۲۹۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
25 1 دقیقه لوستل