ټولنه

په کابل کې د امريکا سفارت واټ ته څيرمه دماينونو په خطرونو دعامه پوهاوى په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره خپلې همکارۍ پراخوي.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
په  کابل کې د امريکا سفارت  واټ  ته څيرمه دماينونو په خطرونو دعامه پوهاوى په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له  وزارت سره خپلې همکارۍ  پراخوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
په هغې کتنه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنشراتي معينې سيمين حسن زاده او په کابل کې دامريکا دسفارت دعامه پوهاوي دڅانګې دمسوول  ترمنځ وشوه  واټ ته څيرمه دماينونو دخطرناکو پايلو په باب دخلکو دپوهاوي  په    مقصد داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د راتلوونکو پروګرامونو په اړوندخبرې وشوې.
دواړو لورو  واټ  ته څيرمه د ماينونو په خطرونو خلکو ته د پوهاوي د ورکولو دپروګرامونو دپراختيا دڅرنګوالي په باب خپل نظر څرګند کړ او په دې برخه کې يې مشخص موارد بيان کړل  او دې نتيجې ته ورسيدل چې د مشکوکو  وسايلو دڅرنګوالي په باب خلکوته تبليغات او پراخې لارښوونې ترسره شي او له هغوى څخه وغوښتل شي  کله چې له کوم مشکوک سره مخامخ کيږي هغه ته نږدې نه شي بلکې دپوليسو له ١١٩ شميرې سره اړيکه ونيسي او دموضوع په باب  دې   خبر ورکړي.
دغه راز تصميم  ونيول شو چې په دغه شان وسايلو دعامه پوهاوي په مقصد چې دهيواد دخلکو ژوند ته باالقوه خطر رامنځته کوي دولتي او خصوصي رسنۍ زياتې  فعالې شي او بيلبوردونو ، دجوماتو له منبرونو ،  دښوونځيو او دسيمې دمشرانو له لارې خلک واټ څيرمه  د ماينونو او نورو چاوديدونکو وسايلو په باب پوهاوى ترلاسه کړي .
ديادونې وړده چې په کابل کې دامريکا دسفارت دعامه پوهاوي څانګه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره واټ ته  څيرمه  د ماينونو او نورو ناچاودلو وسايلو دعامه پوهاوي د پروګرام په تخنيکي برخه کې مرسته کوي .
ټاکل شوې ده په راتلوونکې کې په همدې مقصد دا طلاعاتو او فرهنګ وزارت او دامريکا دسفارت ترمنځ يو تفاهم ليک لاسليک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته