سیاستTOP

په کابل کې د امريکا سفارت د دغه هېواد له اتباعو څخه غوښتي دي چې ډېر ژر له افغانستان څخه ووځي

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د امريکا سفارت په يوه اعلاميه کې چې نن خپره شوې ده؛ ويلي دي چې امريکايي اتباع دې له تجارتي الوتنو د موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره ډېر ژر له افغانستان څخه ووځي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه سفارت ويلي دي چې امنيتي شرايطو او د انساني ځواک کمښت ته په پام سره، له امريکايي اتباعو سره د مرستې لپاره د سفارت ځواکمني په افغانستان آن په کابل کې هم ډېره محدوده شوې ده.
په کابل کې د برېتانيا سفارت هم په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې بريتانوي اتباع دې له دغه سفارت سره په اړيکه کې د خپلو وتلو د پروګرامونو پر تاييد اقدام وکړي.
د دغه سفارت د څرګندونو له مخې؛ د قونسلي مرستو کچه محدوده ده او برېتانوي اتباع په بحراني حالاتو کې بايد د برېتانيا د بهرنيو چارو ادارې او د ټولګټو هېوادونو مرستو ته په تمه نه وي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته