په کابل کې د امارت پېژندنې سيالۍ پر يو شمېر ګډونوالو جايزې ووېشل شوې
کابل، د لړم، ۲۶مه، باختر
په کابل کې د «امارت پېژندنې» تر عنوان لاندې د کتاب لوستلو سيالۍ پايلې، نن اعلان شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې سيالۍ کې چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو له لوري د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې ترسره شوه؛ شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ګډون کړی و.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د عامه کتابتونونو رئيس حافظ نعمت الله منتظر، د کتاب او کتاب لوستلو پر ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل: “هغه کسان چې له کتاب او کتاب لوستلو سره مینه لري؛ هغوی د ټولنې مخکښان او خادمان دي”.
هغه زیاته کړه چې د امارت پېژندنې په شان پروګرامونو د ترسره کولو موخه، د ځوانانو د پوهې کچې لوړول؛ د افغانستان له معاصر تاریخ، د اسلامي امارت له ارزښتونو او د هېواد له پرمختګونو سره د هغوی آشنا کول او د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کلتور رواجول دي.
دغه راز د میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري شرافت آخوند زاده په خپلو خبرو کې، د هېواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل ډېر وخت مطالعې ته ځانګړی کړي؛ خپلې زده کړې لوړې او د پردي فرهنګ پر ځای دې د اسلامي او افغاني اصيل فرهنګ په ترويج کې خپل مسئوليت ترسره کړي.
همدا رنګه، د کابل د شکردرې ولسوال قاري فدا محمد فدايي، امارت پېژندنه د حقيقت پېژندنه، د اسلامي نظام پېژندنه او د اوسني عصر يوه مهمه اړتیا وبلله او ويې ويل چې د دغه شان پروګرامونو د ترسره کولو موخه، له فکري جګړې سره مبارزه او د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د افکارو اصلاح کول دي.
فدايي د هېواد له ځوانانو څخه وغوښتل چې د اسلامي نظام ملاتړ او د استحکام او پياوړتيا لپاره يې هڅه وکړي.
په ورته مهال، د کابل پوهنې ریاست مرستیال مولانا فضل الهادي، په ټولنه کې د افکارو او ذهنونو پر اصلاح ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د دغه شان برنامو ترسره کول ارزښتناک وباله.
په همدې حال کې، د امارت پېژندنې سيالۍ دوو ګډونوالو عبدالبصیر ناصري او رومان چې لومړی او دویم مقامونه یې ګټلي دي؛ وویل چې یاده سیالي په شفافه توګه ترسره شوه او له نورو ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ښه راتلونکي لپاره یې مطالعه وکړي او خپل ځانونه د هېواد او د هېواد د اتلانو پر تاریخ او کارنامو خبر کړي.
د غونډې په پای کې، د مسئولينو له لوري پر يو شمېر ممتازو ګډونوالو جايزې ووېشل شوې.