کابل، د تلې ۱۹مه، باختر
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د «ټيالاو» او د «اقليم او چاپېريال د همغږۍ پلاتفورم» بنسټونو په همکارۍ؛ نن په کابل کې “د اقليمي بدلون په اړه د افغان ځوانانو کنفرانس” ترسره کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه کنفرانس کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ډاکټر زين العابدين عابد، ځوانان د ټولنې تر ټولو مهم قشر وباله او ویې ویل چې ځوانان د هېواد د ملا د تیر حیثیت لري چې کولی شي د هېواد په پرمختګ او د هېوادوالو د یووالي په برخه کې مهم رول ولوبوي.
هغه له ځوانانو څخه وغوښتل چې په هېواد کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپل مسئولیت ترسره کړي او له دې اړخه د افغانستان آسیب پذیري له ملي او نړیوالو بنسټونو او سازمانونو سره شریک کړي.
مسلکي معین، دغه راز پر ملي او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې اقلیمي بدلون یوه نړیواله مشترکه موضوع ده چې مشترک کار او هڅو ته اړتیا لري، نو باید له دې موضوع سره سیاسي چلند و نشي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد يونس راشد، د ټولنې په پرمختګ او آبادۍ کې د ځوانانو پر نقش خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د هېواد ځوانان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په ګډون، په بېلابېلو برخو کې د هېواد او هېوادوالو خدمت کولو ته چمتو دي.
مولوي راشد هم د اقلیمي بدلون موضوع یوه بشري موضوع یاده کړه او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې له دغې ستونزې سره دې توپیري او سیاسي چلند ونکړي؛ بلکې په دې لاره کې له افغانستان سره مرسته وکړي او خپلې نیمګړې پروژې دې بشپړې کړي.
همدا رنګه، د «ټيالاو/د اړیکو دفتر» مؤسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خرم، د موضوع په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: موږ نشو کولای چې د اقلیمي بدلون مخه ونیسو؛ خو په ټولنه کې د هغه د زیانونو په راکمولو کې مهم رول لوبولی شو.
د کنفرانس په بهير کې، يو شمېر ګډونوالو د افغان ځوانانو پر وړاندې د اقليمي بدلون د ننګونو، په اقليمي اقدام کې د ځوانانو د مشارکت د لارو چارو او اقليمي مالي سرچينو ته د لاسرسي د فرصتونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې او په دغو برخو کې يې د ځوانانو ستونزې، ننګونې او وړانديزونه شريک کړل او د اړوندو ادارو له مسئولينو څخه يې د رسېدنې غوښتنه وکړه.
هغوی دغه راز له ملي او بينالمللي سازمانونو او بنسټونو څخه وغوښتل چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي او اقليمي مسايل له سياست څخه لرې وساتي.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې، نهه ماده ییز پرېکړه لیک ولوستل شو چې پکې د اقلیمي بدلون اړوند ملي تصمیم نیونو کې د ځوانانو د مشارکت د رول د زیاتوالي، د چاپېریالي او اقلیمي بدلون موضوعاتو نه د سیاسي کولو، د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي ورکولو او د بېلابېلو پروګرامونو د ترسره کولو، د اقلیمي بدلون په پروژو کې ځوانانو ته د ونډې ورکولو او نور موضوعاتو یادونه شوې ده.