خبرونهټولنهTOP

په کابل کې د اقصی د آزادۍ د مخکښ اسماعیل “هنیه” د شهادت په مناسبت د قرآن‌کریم د ختم او دعا مراسم ترسره شول

کابل، د زمري ۱۴مه، باختر
د افغان مؤمن او متدین ولس له لوري، د فلسطین له مجاهد ولس سره د «الاقصی مسجد» د آزادۍ د مخکښ او پېژندل شوي سالار اسماعیل “هنیه” تقبله الله د شهادت په مناسبت، د غمرازۍ شریکولو په موخه، نن د کابل ښار په عیدګاه جامع مسجد کې د قرآن‌کریم د ختم او دعا مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې چې د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو او مسئولینو، علماء کرامو او زرګونه هېوادوالو او مجاهدینو ګډون کړی و؛ د امام محمد شيباني مدرسې مهتمم شيخ فضل الله نوري وویل چې تاريخ د تکرارېدو په حال کې دی او نړۍ پر غزې راټوله شوې او د فلسطينيانو پر وړاندې ډول ډول بشري ضد جنايتونه ترسره کوي او د صهيونيستي اشغالګرو جنايتونه ګوري.
شیخ نوري زیاته کړه چې تاريخ به وليکي چې عربي نړۍ او يو شمېر اسلامي هېوادونه، سره له دې چې ټول امکانات په واک کې لري؛ خو د فلسطيني آزادۍ غوښتونکو هېڅ ډول ملاتړ نه کوي؛ خپل مرزونه د مجاهدینو پر مخ تړلي او د غزې پر مظلومو مسلمانانو د غرب او صهيونيستي رژيم ظلمونه او جنايتونه ننداره کوي.
د هغه په وینا، که څه هم د شهید اسماعیل “هنیه” ترور د هر مسلمان زړه ټپي کړ؛ خو په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د بیدارۍ څپه را ژوندۍ کړې ده.

Img 20240804 Wa0005
دغه راز، په کابل ښار کې د عبدالرحمن جامع مسجد خطیب مفتي محمود ذاکري وویل چې د صهيونيستي اشغالګرو له خوا د اسماعيل “هنیه” شهادت، د ټولو مسلمانانو لپاره وياړ دی او د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ به د يووالي او قوت او همدا رنګه له اشغال څخه د فلسطین د بشپړې آزادۍ سبب شي.
د کابل پوهنتون استاد پوهنمل ډاکټر سید روضت الله مجيد په خپلو خبرو کې وویل چې د غزې غيورو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د حماس جهادي غورځنګ وښوده چې د قدس د آزادولو يوازېنۍ لاره جهاد دی او په جهاد او قربانیو سره، د صهیونیستي اشغالګرو د استعمار پای ته رسول شوني دي.
نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې، مسلمانانو ته د «الاقصی مسجد» اهمیت بیان کړ؛ د فلسطینیانو د برحقه مبارزې او قربانیو ستاینه وکړه او د نړۍ پر ټولو مسلمانو یې غږ وکړ چې د فلسطینیانو ترڅنګ ودرېږي او له صهیونیستي اشغال څخه د فلسطین د آزادولو په لاره کې دې خپله اسلامي او انساني وجیبه ادا کړي.
د مراسمو په پای کې، د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل “هنیه” د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن آخند د تعزیت پيغام ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي: “د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیة شهادت له زړه ودردولم. صهونیستي رژیم داسې مهال شهید اسماعیل هنیة په نښه کړ چې هغه د یوه حکومت میلمه او د حماس مشر مرکچي و. د داسې یوه شخصیت په نښه کول د ټولو مروجو نړیوالو نورمونو شدید نقض دی او ښيي چې دښمنان په روانه جګړه کې هېڅ اصل ته درناوی نه لري.”

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته