په کابل کې د ازبکستان سفیر، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره وکتل
کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
په کابل کې د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
باختر آژانس ته د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو پر تګ راتګ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له قرارداد سره سم افغانستان ته د وارداتي برېښنا پر لېږد هر اړخیزې خبرې شوې دي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د افغان سوداګرو او د ټرانسپورټي برخې د کارکوونکو ځینې ستونزې له ازبکستاني پلاوي سره شریکې کړې او ویلي یې دي: که افغان تاجرانو او موټر چلوونکو ته پر وخت ویزې ورکړل شي؛ په دوه اړخیز تجارت کې به لازم پرمختګونه رامنځته شي او دواړه هېوادونه به په کافي ډول ترې ګټه پورته کړي.