په کابل کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیره: افغانستان د اقلیمي بدلون قرباني هېواد دی او نړیوال باید افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې رافیلا ایودیس سره وکتل.
رافیلا ایودیس په دغه کتنه کې په افغانستان کې په سراسري امنیت خوښي وښوده او ویې ویل چې په ډاډه زړه یې د هېواد یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ او د خلکو وضعیت یې له نږدې کتلی دی.
هغې له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې د مرستو د دوام خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې اوسمهال بشري مرستې اړینو کورنیو ته رسېږي او پکې د فساد اندېښنه نشته.
نوموړې وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون قرباني هیواد دی او اړتیا ده، چې نړیوال افغانستان ته ځانګړې پاملرنه او د اقلیمي بدلون د زیانونو مخنیوي لپاره اړینې مرستې وکړي.
د اروپايي اتحاديې شارژدافیرې د افغانستان او اروپايي اتحادیې د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغانان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د مثبت رول څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا مهال په افغانستان کې فساد، نشه يي توکي او زورواکي پایته رسېدلې ده، داعش ځپل شوی او سرحدات کنټرول شوي دي.
نوموړي وويل اړتیا ده، چې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او د بنسټونو په رغولو کې اساسي مرستې وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، چې په اجباري ډول او شرایطو ته له پام پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو قوانینو خلاف و او دوی یې محکوموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته