په کابل کې د اذربایجان سفیر: له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې همکارۍ ته چمتو یو
کابل، د کب ۶مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ د یو لړ سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو برسېره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا خبرې وشوې.
په دې کتنه کې شېر محمد عباس ستانکزي وویل چې د اسلامي امارت د متوازنې او اقتصادي تګلارې په لرلو د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګډون له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو هڅې کوي.
ورته مهال د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د امنیت تامین، د نشه یي توکو او قاچاقو سره د مبارزې او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستايلې او زیاته یې کړه؛ هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.