امنیت

په کابل کې دځانمرګې بريد له امله يو تن شهيد شو .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١
د هغه ځانمرګې بريد له امله چې نن سهار په نهو بجو او  ديرشو دقيقو دکابل ښار دڅلورمې ناحيې د سرسبزۍ  په څلور لارې کې رامنځته شو  يو نن شهيد شو  او څلور تنه نور چې ټول ملکي وګړې  دى ټپيان شول.
دکابل دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  حشمت الله ستانکزي تائيد کړه چې دغه پيښه دځانمرګې بريد زيږنده وه  چې بريدکونکې چاوديدونکي توکې په خپل بدن  پورې تړلى و  او ځان يې ديوې پنځه پوړيزې  ودانۍ په  دروازه کې  وچاوه.
ده  وويل : په دې پيښه کې د ودانۍ يو ساتونکى شهيد شو او څلور تنه نور ملکي وګړى ټپيان شول.
ويل کيږي   چې دپيښې سيمه دحکيم ناصر خسرو بلخي فرهنګي مرکز ته څيرمه موقعيت لري چې اوس د ډاکتر اشرف غني احمد زي انتخاباتي مرکزدى او يو بهرنۍ ميلمستون او څو پلورنځي د پيښې سيمې ته څيرمه  موقعيت لري.
دکابل دامنيې قوماندانۍ ويندوى  وايي تراوسه معلومه نه ده  چې بريد کوونکې
په کوم  مرکز  د  بريدنيت  درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته