امنیت

په کابل کې ديوې مرستندويې موسسې په ودانۍ دتروريستانو بريد پاى ته ورسيد

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٦  :
دکابل په نوي ښارکې ديوې مرستندويې موسسې په ودانۍ دډار اچوونکو بريد
ددريو تنو يرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيد .
د کابل د پوليسو يوه خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل : دپوليسو ځانګړو ځواکونو څوشيبې مخکې وکولاى شول وروستى يرغلګر چې دکابل په نوي ښارکې  ديوې مرستندويې موسسې په ودانۍ کې سنګـر نيولى و ، وځپي  ، ددغه يرغلګر په وژل کيدو سره  په ساحه کې  حالت  عادي شوى دى.
ويل کيږي  چې تروريستانو هغه ودانۍ چې بريد يې پرې وکړ،ديوې مرستندويې موسسې ميلمستون و  چې هغه کې د لسو تنو بهرنيانو په  ګډون ٤٢ تنو ژوند کاوه .  پوليس په دې بريالي شوي دي چې دغه کسان ټول وژغوري.
په دغې ودانۍ  دتروريستانو  په بريد کې يو ملکي وګړى شهيد اوشپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته