کابل/ باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د کابل ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتوکې نن دوه توغندي ولګیدل.
د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو د تحقیقاتو رییس جنرال محمد سالم الماس تایید کړه چې په کابل کې نن غرمه دوه توغندي لګیدلي دي.
ده د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه توغندي له نامعلوم لوري څخه د نیازبیک په ساحې توغول شوي دي چې یو یې د استوګنې په یوه کور لګیدلی دی چې د یوې ښځې او یوه ماشوم د شهادت او د یوې بلې ښځې د ټپي کیدو سبب شوی دی.
جنرال الماس ټینګار کوي چې دویم توغندی د کابل ښار په پنځمې ناحیې پورې اړوند د قمبرڅلورلارې ته څېرمه د عید ګاه جومات په ساحه کې لګیدلی دی چې د سر زیان یې نه دی اړولی.
ځینو سرچینو په دې پیښه کې د پنځو تنو ټپي کیدل تایید کړي دي.
سره له دې چې د نننیو راکټي بریدونو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی، خو طالبانو په تېرو وختوکې څو ځلې د کابل د استوګنې په سیمو د توغندیو بریدونه کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل