کابل باختر د ثور پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه نن په کابل کې دهند جمهوريت له نوي سفير ويني کومار سره دپيژندګلوى کتنه وکړه .
دبهرنيوچارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، ددغې کتنې په بهير کې ډاکتر انديشه دافغانستان او هند ترمنځ ددوستانه او تاريخي اړيکوپه باره کې رڼا واچوله او په اقتصادي او سوداګريزو معاملو، معادلانو او پرمختګونو په بېلابېلو سياسي او فرهنګي بهيرونو، بيا رغاونې او دکرنې په برخو کې يې ددغه هېواد رول ګټور اوارزښتناک وباله .
ډاکتر انديښه زياته کړه چې په تيرو اوولسو کلونو کې له افغانستان سره دهند جمهوريت په سخاوتمندانه اوبې سارې همکارى سره ددواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکي له پخوا زياتې پياوړې اوپراخې شوي دي او ددواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې دزياتو همکاريو لپاره ډير ښه فرصتونه رامنځته شوي دي او افغان محصلانو ته دتحصيلي بورسونو دبرابرولو په برخه کې دهمکارى او داړيکو ددوام او زياتې پراختيا اودمعلوماتي تکنالوژي په برخه کې يې تجربو د تبادلې غوښتنه وکړه .
وروسته په کابل کې دهند جمهوريت نوي سفير ويني کومار وويل چې دهند هيله په افغانستان کې سولې او ټينکاو او ددغه هيواد دخلکو اقتصادي پرمختګ دى
هند په بېلابېلو ساحوکې له افغانستان سره دخپلو هکاريو په دوام ژمن دى او په راتلونکې کې به هم دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو په تيره بيا داقتصادي ، سوداګريزو او فرهنګي فعاليتونو دپياوړتيا اوپراختيا په لاره کې په ګډه کار وکړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم