امنیت

په کابل کې دماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
دکابل ښار داتمې ناحيې په مربوطاتو کې نن سهار دماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل  يو مقناطيسي  ماين چې دملي اردو په يو رنجر موټر کې ځاى پرځاى شوى و نن سهار دشپږو بجو په شاوخوا دنوي کارتې په ساحه کې وچاوديد چې له امله يې درنجر موټر چلوونکي ووژل شو او دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
ده زياته کړه چې دپيښې  ټپيان روغتون ته  ليږدول شوي دي او پوليسو تحقيقات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress