په کابل کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو څلور تنه منسوبين ووژل شول.

دملي اردو دمنسوبينو په ليږدونکو وسايطو  بيا بيا بريدونو خلک انديښمن کړي دي .

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٩ :
په کابل  کې نن په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله دملي اردو  منسوبين شهيدان شول  او دشپږو تنو پوځيانوپه ګډون دوولس تنه نورټپيان شول.
دملي دفاع وزارت  ويندوى  جنرال ظاهرعظيمي ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې  دباخترآژانس  خبريال ته وويل : په واټ کې دښخ  کړاى شوي ماين دچاودنې له امله چې نن سهار په شپږو بجواو پنځه څلويښتو دقيقو   دکابل ښار په اوومې ناحيې پورې مربوط د چهلستون دآقاعلي شمس په سيمه کې دملي اردو دافسرانو  دسپرلۍ  په کاسترډوله موټر  ترسره شوه  دملي اردو څلور تنه منسوبين شهيدان  او دملي اردو شپږ تنه منسوبينو او شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دروان کال په بهيرکې دا  څويم ځل دى چې دملي اردو  دمامورينو دسپرلۍ په وسايطو   تروريستي بريدونه کيږي .   دغه شان بريدونه يا په ځانمرګي ډول اويا هم په واټ کې دښخ  کړاى شويو ماينونو په  چاودنو سره ترسره شوي دي .
وروستۍ پيښه په هغه ځانمرګي بريدپورې اړه پيدا کوي چي يوه ځانمرګي يرغلګر کابل پوهنتون ته  څيرمه دملي اردو  دمنسوبينو دسپرلۍ په موټر بريد وکړ چې له امله يې دملي اردو اووه تنه منسوبين شهيدان شول.
په دغه شان بريدونو کې نه يوازې دملي اردو دمنسوبينو دانديښنې سببونه برابر شوي دي بلکې دا کار  دملکي وګړ و  دانديښنې سبب هم شوى دى.  ځکه په هره پيښه کې ملکي وګړو ته هم زيان اوښتى  دى.
امنيتي کارپوهان په دې باور دي چې  تروريستي کړيو   په ښارونو کې  دپوځيانو دسپرلۍ  په وسايطو بمي بريدونه  نوى تکتيک انتخاب کړى دى ضروري ده  چې  دتروريستي کړيو دغه تکتيک دامنيتي بنسټونوله  خوا په دقت سره وڅيړل شي  اوپه  وړاندې يې مقابله وشي .
دملي دفاع وزارت   ويندوى جنرال ظاهر عظيمي ويلي دي  هلې ځلې  کيږي چې  داستخباراتي سرچينوله لارې  له دغه چلنج سره   چې نوى چلنج دى  مقابله وشي .
عظيمي ويلي  دي چې دوى په دې برخه کې خپلې طرحې څيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته