کابل باختر د لړم دولسمه :
په کابل کې دروسيې سفير په يوه خبري غونډه کې طرحه کړه چې ناتو دې بايد دافغانستان امنيتي ځواکونه سمبال کړي .
ده دغه راز وويل روسيه چمتو ده چې دافغانستان دحکومت په غوښتنه له دغه هيواد سره خپلې مرستې زياتې کړي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دروسيې سفيرپه دې ناسته کې په سوريه کې دجګړې له مسئلې سره اړيکې ونيولې او ويې ويل چې په سوريه کې په ډار اچوونکو عناصو مرګوني کوزارونه شوي دي خو مسکو غواړي چې دسوريې بحران دخبرو له لارې حل شي
ده يوځل بيا دافغانستان دامنيتي حالت په باب دروسيې په انديښنې باندې تينګار وکړ او ويې ويل ناتو دې بايد درانده پوځي تجهيزات دافغان امنيتي ځواکونو په واک کې ورکړي.
دروسيې سفير دغه راز له افغانستان سره دروسيې دمرستې په خاطر دخبرو ددوام يادونه وکړه او ويې ويل چې بايد دافغانستان حکومت له دغه هيواد سره دروسيې دمرستې ساحې مشخصې کړي او په دې اړوند دوه اړخيزې خبرې دوام لري دروسيې دسفير دڅرګندونوله مخې مسکو ليوال دى چې له افغانستان سره نه يواځې په پوځي برخه کې بلکې په اقتصادي او تعليمي برخو کې هم مرسته وکړي .
0 1 دقیقه لوستل