امنیت

په کابل کې ددوو ځانمرګو بريدونو له امله پنځه ويشت تنه شهيدان شول .

کابل باختر د مرغومي  يوويشتمه :
په کابل کې ددوو ځانمرګو بريدونو له امله  پنځه ويشت تنه شهيدان شول .
عيني  شاهدان او يوشمير رسنيو خبر ورکړى دى  دهغو دوو ځانمرګو بريدونو له امله چې نن مازيګر  په دارالامان واټ کې ترسره شول  پنځه ويشت تنه شهيدان شوي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دوه ځانمرګي بريدونه نن مازيګر  دملي امنيت پنځم رياست  او دملي شورا ټلويزيون ته څيرمه  ترسره شول .  ديوشمير رسنيو او دعيني شاهدانو  د څرګندونوله مخې  په دې بريدونو کې پنځه ويشت تنه شهيدان او يوشمير نور  ټپيان شوي دي .
ويل کيږي  په ټپيانو کې دملي شورا  يوغړى هم شامل دى . تراوسه پورې موظف دولتي ادارې  دغه رپوټونه  تاييد  او يانه دي رد کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته