په کابل کې دحقاني دشبکې ديوې مهمې ډلې نيول کيدل .
کابل باختر د وږي نهمه :
دملي امنيت موظفينو په څو جلا جلا عملياتو کې په کابل کې دوروستيو خونړيو بريدونو او په نږدې راتلوونکې کې دسترو تروريستي پروګرامونو په اړوند دحقاني دشبکې او دپيښور دشورا ديرش تنه تروريستان نيولي دي .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .
دغه ديرش تنه تروريستان دکابل ښار دشاه شهيد ، هوايي ډګر ته څيرمه ، څلورم مکروريان او دملي شورا په ساحو کې دوروستيو څلورو بريدونو په اړوند نيول شوي دي .
ددغې تروريستي شبکې دوه تنه مسوولين دکابل ولايت دده سبز ولسوالۍ لپاره دګويټې شورا له خوا نومول شوى ولسوال قاري جانان او دحقاني دډلې سرګروپان داسرار احمد ، ملک اومصطفي په نومونو د ده همکاران دي چې په شاه شهيد ، هوايي ډګر ته څيرمه اومکروريان کې بريدونه ددوى له خوا عملي شوي و .
نيول شوې ډله په کابل کې يوه ډيره ستره تروريستي ډله ده چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شوه .
دغه ډله په کابل ښار کې دديارلسو نورو تروريستي پلانونو دطرحه کولو په لټه کې وه چې ددوى دهدفونو له جملې څخه دجمهوري رياست ارګ ، په شش درک کې دملي امنيت رياست ، د ملي دفاع وزارت دامريکا دمتحده ايالاتو سفارت ، دکابل ولايت امنيه قوماندانۍ ، ملي شورا او دخاتم النبين پوهنتون دى .
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست خاصو قطعاتو په وروستۍ اوونۍ کې په چاوديدونکو توکوبار دوه بار وړونکي موټرونه کشف کړل چې غوښتل يې دپکتيکا له ولايت څخه را تير او مرکزي ولايتونو ته وليږدول شي .
په دغو دووموټرو کې ديارلس ټنه چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و او تروريستانو غوښتل چې دغه توکي د حقاني دډلې همدغو نيول شويوکسانو ته ورسوي .
دغه کسان په داسې حال کې نيول کيږي چې دحقاني شبکه دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دتروريستانو په تور لست کې شامله ده .
ددغې ډلې دعملياتو مسوولين نصير او عزيز الله حقاني هم په دغه لست کې ورزيات شول .
امريکا دحقاني له شبکې سره دپاکستان دملاتړ په دليل له دغه هيواد سره دخپلومالي مرستو دبندولو خبر دارى ورکړى دى .
دروان کال دزمري دمياشتې په درې ويشتمه نيټه دجمعې په ورځ په کابل کې دتروريستي پيښو له امله زموږ ګڼ شمير هيوادوال شهيدان اويوشمير نور هم ټپيان شول .
په کابل کې دغه پيښې بې سارى بللې شوې دي دکابل ښار دشاه شهيد په ساحه کې چاودنه دومره سخته وه چې دغه سيمه يې ديوه جګړه ځپلې ښار په بڼه بدله کړه .