په کابل کې دتحصن خيمې ته څيرمه د چاودنې له امله يو تن ووژل شو .
کابل باختردوري پنځمه :
د کابل پوليسو دپرون ماښام د چاودنې په باب چې په کابل کې د حضوري چمن په ساحه کې دڅو تنو افغانانو د تحصن خيمې ته څېرمه وشوه څيړنې پيل کړي دي .
دپوليسو داتمې حوزې آمر سمونمل عبدالحي دباختراژانس خبريال ته وويل چاودنه ديو ځاى پرځاى شوي بم زيږنده وه چې د حضوري چمن ته څېرمه په يوه ديوال کې ځاى پرځاى شوي و.
هغه زياتوي چې د دغې چاودنې له امله يوتن ووژل شو او يوشمېر نور ټپيان شول. دغه کسان چې بريد پرې شوى دى په افغانستان کې د پاکستان د تېري او لاسوهنې په وړاندې يې اعتراض کړى دى . ختم- ج _ اکرم