په کابل کې داذ ربايجان سفارت په نږدي راتلونکې کې پرانستل کېږي .
کابل باختر دسلواغي اتمه
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين نن داذربايجان دبهرنيو چارو وزارت له مرستيال ازار عظيم اف سره په يوه ګډه خبري غونډه کې دخپلو خبرو نتيجې خبريالانو ته بيان کړي .
داذر بايجان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ديو رسمي او دوستانه سفر لپاره کابل ته راغلى دى اودافغانستان دبهرنيو چارو له وزير او ددغه وزارت له سياسي معين سره يې ليدنې کتنې کړى دى .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې ، دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت سياسي معين کابل ته داذربايجان دبهرنيو چارو وزارت دمرستيال دسفر هدف ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو پراختيا وبلله او وي ويل چې په کابل کې داذربايجان سفارت په نږدي راتلونکې کې پرانستل کېږي .
دده دڅرګندونو له مخې په دغو کتنو کې داقتصادي ، تجارتي مسئلو او په افغانستان کې دپانګونې دڅرنګوالې په باب خبرې وشوې او دافغانستان ددولت اساسي هدف داذربايجان له لاري تور سمندرګي او اروپا ته ددغه هيواد دلاري موندلو څيړنه طرحه شوه چې په دې اړوند هيلې څرګندي شوې .
په دې خبري غونډه کې داذربايجان دبهرنيو چارو وزارت مرستيال له افغانستان سره دخپل هيواد داړيکو په لازياتي پراختيا باندې ټينګار وکړ .
اذربايجان تراوسه پوري په امنيتي برخه کې له افغانستان سره ددوو مليونو ډالرو مرسته کړې ده او په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي .