په کابل کې تېره اوونۍ له ۴ زرو زياتې کاغذي پېژندپاڼې تایید شوې دي

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې یې يوازې په کابل ښار کې له ۵۲۰۰ زياتو هېوادوالو ته د نويو او مثنی کاغذي پېژندپاڼېو د وېش، لغوه کولو او تاييد خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې ویلي چې له دې ډلې یوازې ۴ زره او ۱۴۰ کاغذي پېژندپاڼې تایید شوې او همدارنګه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د دې ادارې د خدمتي څانګو له لارې په کابل ښار کې ۴زره او ۸۴ هېوادوالو ته زېږون کارتونه او ۹۳ نورو ته د مړینې پارچې وېشل شوې دي.

دغې ادارې زیاته کړې چې دغه راز په تېره اوونۍ کې نږدې ۲ زره او ۳۰۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۳۶۱ نورو کسانو ته په غیرحضوري ډول د نويو او مثنی پېژندپاڼو د وېش او تاييد خدمتونه وړاندې کړي دي.

د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو کرو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش؛ د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته