ټولنه

په کابل کې اورښت او له زيانمنو شويوکسانو سره مرسته

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٤
په داسې حال کې چې سخت اورښتونه او په کابل ښارکې د کاناليزاسيون نشتوالى کابل ښاريانو ته د زياتو ستونزو سبب شوي دي؛ د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ، د پيښو ضد رياست او د اور وژنې موظفينو د هغوى مرستو ته ور ودانګل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کورنيو چارو وزارت سرپرست تاج محمد جاهد د کابل د ١٠١ آسمايي زون قوماندانۍ، د پيښو ضد رياست او د دغه وزارت د اور وژنې موظفينو ته لارښوونه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ کې دې د ولاړو اوبو د تشولو، له روغتونونو څخه د ناروغانو او د استوګنې له هغو کورونو څخه د خلکو د ليږدونې په برخه کې چې د اورښتونو له امله له زياتو ستونزو سره مخامخ شوي دي؛ همکاري وکړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي او د کابل د ١٠١ آسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي چې په کابل ښارکې يې زيانمنې شوې ساحې کتلې دي؛ د سختو اورښتونو او د کاناليزاسيون د نه شتون له امله د خلکو د رامنځته شويو ستونزو د څيړنې او هغوى ته د مرستې رسولو د څرنګوالي په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کابل پوليس، د کابل ښاروالۍ او د پيښو ضد رياست او د کورنيو چارو وزارت د اور وژنې له بنسټونو سره په همغږۍ کې په دې بريالي شوي دي چې د کابل ښار د څلورمې او لسمې ناحيې له يو زيات شمېر اوسيدونکو سره چې د تګ راتګ له پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ وو؛ مرسته او همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته