په کابل کې اتلس تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول
کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د کابل پوليسو په تېرو ۴٨ ساعتو کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په اړوند نيولي دي.
باختر آژانس د کابل د امنيې قومندانۍ د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې د کابل د امنيې قومندانۍ پوليسو دغه کسان په څو عملياتو کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د جنايي جرمونو په تور له درې تومانچو سره ونيول.
سرچینه زیاتوي چې پر نيول شويو کسانو د غلا، د نشه يي توکو د پلورلو، ټپي کولو او د غير قانوني وسلو د لېږدولو تور لګول شوی دی چې د کابل ښار له لومړۍ، دويمې، درېمې، څلورمې، پنځمې، شپږمې، اتمي، نهمې، لسمې، دولسمې، اوولسمې، اتلسمې او يو ويشتمې ناحيو څخه نيول دي.
ختم-شکريه –اکرم