کابل / دلړم ۲۷ /باختر
دکرنیزو اوبو دیو کانال دجوړولود کار په بشپړولو سره نن په کابل کی دڅه دپاسه ۳۰۰جریبه کرنیزی ځمکی ته داوبو خړوبولو زمینه برابره شوه .
دکلیو دبیا جوړولو او پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند باختر آژانس ته وویل چی داوبو لګولو دغه کانال د۳۳۰مترو په اوږدوالی چی په تګلوري کې یی یو محافظوی پل په پام کی نیول شوی دی دکابل ولایت دګذری ولسوالی دملک آغا په کلی کی دکلیو دبیاجوړولو او پراختیا وزارت دولسی تړون دملی پرګرام له خواجوړ شوی دی .هغه وویل چی ددغه کانال په جوړولوکې څه دپاسه ۱۱ میلیونه اته سوه زره افغانۍ لګښت شوی دی او له برابر شوی امکاناتو یی ۳۶۷کسانو ګټه واخیسته .پای شکریه خروټی